۲۰ افغان پوځیانې هند کې له نظامي زده کړو فارغې شوې

12 جدی 1398 ساعت 14:42


هندي رسنۍ وايي، د هند د ملي نظامي اکاډمۍ څخه د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځينه پوځیانې له لنډ مهاله زده کړو فارغې شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه افغان پوځیانو ته د هند په چنايي کې د یوې میاشتې زده کړیز کورس جوړ شوی و.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه لیکلي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پوځیانو ته د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123688

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123688/

جمهور
  https://www.jomhornews.com