۰

سرچینې: ښايي د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شي

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د سولې له مذاکراتو خبر لرونکې سرچینې وايي، کېدای شي روانه اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.
سرچینې: ښايي د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شي
د سولې له مذاکراتو خبر لرونکې سرچینې وايي، کېدای شي روانه اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي ښايي د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې د راتلونکې دوشنبې مرغومي ۱۶ مه قطر کې بیا پیل شي.

طالبانو او امریکا د ۹ میاشتیو مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دوه اوونۍ وړاندې یو ځل بیا د یوې اوونۍ لپاره پر سوله خبرې اترې وکړې، خو کومې کوټلې پایلې ته ونه رسېدل.

ویل کېږي امریکا په دغه خبرو کې له طالبانو د سولې تر تړون وړاندې د اوربند او بین الاافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوله، خو طالبانو پر دې څه د سولې تړون تر لاسلیک وروسته ټینګار کاوه.

که څه هم ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې طالبانو په اوربند د خپل مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، خو وروسته طالبانو دا خبره رد کړه، چې ګڼې دوی له خپل مشرتابه سره د اوربند په اړه خبرې کوي.

طالبان ویل، دا چې امریکا له دوی د تاوتریخوالي او بریدونو د کمولو غوښتنه کړې، نو استازو یې په همدې اړه له خپل مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللي وو.

پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر استازو تګ او له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د لنډې مودې لپاره وځنډېدې، چې تر اوسه هم نه دي پیل شوي.

خو اوس طالب سرچینې وايي، کېدای شي دغه خبرې یو ځل بیا د راتلونکې دوشنبې مرغومي په ۱۶ مه په قطر کې د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ پیل شي.

سرچینه وايي، د طالبانو نظامي قومندانان اوربند نه مني خو په دې د ټولو مشرانو سلا راغلې ده چې په ښارونو کې تاوتریخوالی او بریدونه راکم شي.

امریکایي لوری او افغان حکومت لاهم د سولې خبرو لپاره اوربند د اساسي شرط په توګه یادوي، خو ویل کیږي طالبانو پرېکړه کړې که د تاوتریخوالي راکمولو طرحه ورسره ونه منل شوه، مذاکرات به مخته ولاړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د سفارت یو چارواکي هم رسنیو ته ویلي وو، چې خلیلزاد له طالبانو سره درې ورځنۍ غونډه کوي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، له طالبانو سره د خلیلزاد کتنه دا معنا نه لري، چې د دوی تر منځ درول شوې خبرې بیرته پیل شوې، بلکې امریکا به تر هغه له دې ډلې سره خبرې پیل نه کړي، څو یې په افغانستان کې تاوتریخوالی نه وي کم کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي