۰

غزني کې په کلداره پېر او پلور ۸۰ سلنه کم شوی دی

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر وایي، د خلکو په ملاتړ په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړې ډول پاکستانۍ کلداره د توکو پېر او پلور ۸۰ سلنه کم شوی دی.
غزني کې په کلداره پېر او پلور ۸۰ سلنه کم شوی دی
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر وایي، د خلکو په ملاتړ په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړې ډول پاکستانۍ کلداره د توکو پېر او پلور ۸۰ سلنه کم شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني کې د والي وحیدالله کلمیز له لارښوونه درې اوونۍ وړاندې د کلدارې په کارونې بندیز ولګېده.

والي له دې سره سم په یوه اوونۍ کې د کلدارو د بندېدو لپاره یوه ځانګړې د څار کمېټه په دنده وګمارله او تر څنګ یې له خلکو هم وغوښتل، چې په دې برخه کې وروسره مرسته وکړي.

هغه په دوهمه اوونۍ کې د دې لپاره چې په کلدارو راکړه ورکړه بند، د افغانۍ ارزښت وستال شي او اقتصادی پیاوړتیا رامنځ ته شي د عامه پوهاي په پروګرام لاس پورې کړ.

تر دې وروسته د کلدارو د کاروونې د مخنیوي کمېټې په عملي توګه د کلدارو په کارونې بندیز او خپل جدي څار پیل کړ، چې ورسره سم په دغه ولایت کې تر ډېره اوسه راکړه ورکړه په افغانیو دود شوه او کلداره تر ډېره کمه شوه.

د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، د دغه کار له پیل سره اوس په غزني کې د کلدارې کارونه تر ۸۰ سلنه پورې ټیټه شوې او راکره ورکړه په افغانیو دود شوې ده.

خو په وینا یې لا هم په ځینو سیمو کې، لکه د ممیزو او غله جاتو په منډېي او ګنج کې د کلدارو د کارونې په اړه شکایتونه شته، چې لازم تدابیر به ورته ونیول شي.

د یادونې دا دا یوازې غزني نه دی، چې په کې د کلدراو په چلند بندیز لګول کېږي، بلکې د ننګرهار، خوست او پکتیا والیانو هم په دغه کار لاس پورې کړی او تر ډېره یې مثبته نتیجه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي