۰

پولیسو کابل کې د سایبري جرمونو په تور یو تن نیولی دی

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
کورنیو چارو وزارت کابل کې د سایبري جرمونو په تور د یوه کس د نیولو کېدو خبر ورکړي، چې په وینا یې په انټرنټ یې له خلکو باج اخیسته.
پولیسو کابل کې د سایبري جرمونو په تور یو تن نیولی دی
کورنیو چارو وزارت کابل کې د سایبري جرمونو په تور د یوه کس د نیولو کېدو خبر ورکړي، چې په وینا یې په انټرنټ یې له خلکو باج اخیسته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي نیول شوی کس مرتضی نومېږي او د کابل ښار د ۱۳ مې حوزې اوسېدونکی دی.

سرچینه زیاتوي، چې مرتضی نومي کس له څه مودې راهیسې د انټرنېټ له لارې په بېلا بېلو طریقو په سایبري جرمونو لاس پورې کړی و، او له ښاریانو یې باج اخیسته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې باالاخره پرون ماښام د ۱۸ مې حوزې د پولیسو له خوا د همدې حوزې په اړونده سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوی کس تر نظارت لاندې دی او قضیه یې څېړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي