ولسي جرګه:

اساسي قانون تر ډېره خپله د حکومت له خوا نقض شوی دی

14 جدی 1398 ساعت 10:51

ولسي جرګې د دولت د درې ګونو قوو له خوا د اساسي قانون د نقض په اړه جدي اندېښنه وښوده، او پر اساسي قانون د څار له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.


ولسي جرګې د دولت د درې ګونو قوو له خوا د اساسي قانون د نقض په اړه جدي اندېښنه وښوده، او پر اساسي قانون د څار له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې غړو دغه څرګندونې نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه د اساسي قانون د ۱۸ مې کلیزې د لمانځنې ورځې په اړه وکړې.

دوی ویل کې د اساسي قانون ۶۲ سلنه مواد د دولت د درې ګونه قوو له خوا نقض شوي خو د دې کار تر ټولو ډېره مسوله قوه مجریه قوو ده، چې اساسي قانون یې ډېر تر پښو لاندې کړی دی.

د جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، دوی په داسې حال کې د اساسي قانون ورځ لمانځي، چې دغه قانون ډېر مواد تر اوسه نه دي پلي شوي.

د هغه په وینا د ښاروالیو، ولسوالیو او ولایتي شورګانو د ټاکنو نه تر سره کېدل، د وزارتونو سرپرستي او د دولت ډېری تشکیلات د اساسي قانون خلاف دي.

نوموړي پر اساسي قانون د څار له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره لازم اقدامات تر سره کړي.

په ورته وخت کې د جرګې بل غړي غلام حسین ناصري و ویل، هغه هېواد چې اساسي قانون یې ۶۲ سلنه تر ډېره د مجریه قوې او د حکومتي مشرانو له خوا نقض شوی وي، څنګه ادعا کولی شي، چې اساسي قانون او نظام لري.

هغه د جرګې په اداري پلاوی او د جرګې په غړو غږ وکړ، چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره اړ دي، چې د جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په غونډو کې شتون ولري، که نه په وینا یې نور ولسي جرګې ته هېڅ ډول عزت او ابرو نه ده ورپاتې.

د جرګې بلې غړې بلقیس روشن هم و ویل، چې په هېواد کې اساسي قانون ته ازښت نه ورکول کېږي او خلک له دغه قانون څخه تر ټولو کمه ګټه اخلي.

مېرمن روشن وايي، دا ځکه هغه کسان چې په واک کې دي د اساسي قانون له هغه موادو، چې د خلکو په ګټه دي، له پلي کولو یې سترګې پټوي او هغه چې د دوی په ګټه دي، پر خلکو یې پلي کوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې د لویې جرګې له خوا تصویب شو، چې د اسلامي هېوادونو په کچه بهترین قانون بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 123725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com