بلخ کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

14 جدی 1398 ساعت 12:40

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه سهار شاوخوا لس بجې د مزار شریف ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې د یوه زنانه حمام مخې ته شوې ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

دی زیاتوي، ګمان کېږي، چې چاودنه د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو دا چې په کې وژل شوي او ټپیان مېرمنې دي که نارینه څه نه وايي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغیتایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 123731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com