واشنګټن ایکزماینر:

امریکا دې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه او پر طالبانو د باور نه کوي

15 جدی 1398 ساعت 9:26

واشنګټن ایکزماینر په یوه مطلب کې وایي، د سولې روان بهیر هیله بښوونکی نه ښکار نو امریکا ته پکاره ده، چې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.


واشنګټن ایکزماینر په یوه مطلب کې وایي، د سولې روان بهیر هیله بښوونکی نه ښکار نو امریکا ته پکاره ده، چې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاته کړې، چې که څه هم امریکا له طالبانو د لنډ مهالي اوربند غوښتنه کړې خو د دغه ډلې مشر یاده غوښتنه رد کړې ده.

سرچینه وایي، همدې ته په کتو د سولې روان بهیر هیله بښوونکی ځکه نه ښکاري، چې طالبانو لا هم پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه کوي او هره ورځ دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.

واشنګټن ایکزماینر زیاتوي، امریکا دې ژر تر ژره خپل اقدامات ډېر کړي، د سرتېرو په ایستلو کې د بېړه نه کوي او پر طالبانو په باور کولو سره دې د کلونو لاس ته راوړنې نه ضایع کوي.

بل هوا دې هېل نشریې هم د افغانستان د سولې اوسنۍ وضعیت ارزولی وايي، له یوه کال راهیسې د طالبانو او امریکا ترمنځ د یوې معما په شکل مذاکرات روان دي چې نه یې پایله معلومېږي او نه یې هم له خلکو سره معلومات شریکېږي.

نشریه وایي، د مذاکراتو دغه ګونګ او پېچلی وضعیت ټولو اړخونو ته د اندېښنې وړ دی.

نشریه کاږي طالبان له امریکا سره په خبرو بوخت دي خو افغان حکومت په دغه مذاکراتو کې ګډون نه لري چې دا مسئله منطقي نه برېښي.

مطلب کې راځي چې هېڅ افغان هم د دغه مذاکراتو په اړه پوره معلومات نه لري او هر څه د امریکا او طالبانو ترمنځ په پټه روان دي چې له همدې امله یې اندېښنې هم ډېرې کړې دي.

دې هېل ټینګار کړي، چې دواړه لوري باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه دې روانه پېچلتیا ختمه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123751

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123751/

جمهور
  https://www.jomhornews.com