راپورونه وایي، د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف او ناټو د عراقي ځواکونو د روزنې پروګرام ځنډولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا په مشرۍ داعش ضد ائتلاف ویلي، د عراقي ځواکونو د روزنې پروګرام یې د لنډې مودې لپاره ځنډول دی.
رسنیو د جګ پوړو الماني چارواکو په حواله وايي، د امریکا د پوځ جکپوري قوماندان جنرال پت وایټ په عراق کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په موخه دا پرېکړه کړې ده.
جرمني جنرال ایریخ پفیفر د پارلمان د پوځي او بهرنیو چارو د کمېټو غړو ته په یو لیک کې لیکلي دي چې په ټول عراق کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې پروګرام ځنډول شوی دی.
امریکا او ناټو دغه پرېکړه د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو وروسته دغه پرېکړه کړې ده.
قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نېږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې له ۹ نورو مهمو قوماندانانو سره یو ځای و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل