نبیل:

که سوله ونشي، طالبان به د هوايي دفاع وسلې تر لاسه کړی

15 جدی 1398 ساعت 13:59

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، که تر راتلونکي دوبي پورې سوله ونه شي طالبان به د هوایي دفاع وسلې تر لاسه کړي.


د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، که تر راتلونکي دوبي پورې سوله ونه شي طالبان به د هوایي دفاع وسلې تر لاسه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نبیل په یوه ټوېت کې دغه ادعا کړې او ټینګار یې کړي، چې طالبان تر ټولو پرمختللې وسلې تر لاسه کوي او دا ډله د ۱۸ کلنې جګړې په اوږدو کې تر ټولو خطرناکه او پېچلي پړاو ته ننوتونکې ده.

هغه د سیمې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، که که د سولې پروسه ژر تر ژره نتیجه ور نه کړي طالبان به د هوايي دفاع پرمختللې وسلې ترلاسه کړي.

نبیل په تینګار سره زیاته کړې که د سولې هوکړه تر راتلونکي دوبي پورې ونه شي او افغان سیاسیون د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته نه کړي نو دا به له امکان څخه بهر خبره نه وي چې طالبان به مینپاډ ( د هواي دفاع لپاره انسان وړونکی سیسټم) ترلاسه کړي او ورسره به افغان جګړه تر ټولو خطرناک پړاو ته داخله شي.

نوموړي ویلي، افغانان باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورکړ او ژر تر ژره د راتلونکو ګواښونو څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com