۰

ولسمشر غني د ایران ولسمشر روحاني ته تسلیت و وایه

دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته خپل ایراني سیال ته تلېفون کړی او تسلیت یې ورته ویلی دی.
ولسمشر غني د ایران ولسمشر روحاني ته تسلیت و وایه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته خپل ایراني سیال ته تلېفون کړی او تسلیت یې ورته ویلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خپرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد ولسمشر د هغې پېښې له کبله، چې دوه ورځې مخکې په عراق کې وشوه، ولسمشر او د ایران خلکو ته تسلیت او غمشریکي و ویله.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني خپل ایراني سیال ته دا ډاډ هم ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د ارګ په اعلامیې کې په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو تر دې وړاندې یې هم په یوه اعلامیه کې ویلي و هیله لري، چې ایران او امریکا له زغم څخه کار واخلي او شته اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

باید و ویل شي، چې د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې مشر قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د عراق پلازمېنې بغداد هوایي ډګر ته نېږدې د ۹ لوړ پوړو قوماندانو سره یو ځای د امریکا په هوايي برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي