ټرمپ د عراق پارلمان پرېکړې ته په غبرګون کې: له سختو بندیزونو سره به مخ شی

16 جدی 1398 ساعت 8:47

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې پر دغه هېواد د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې پر دغه هېواد د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عراق پارلمان پرون یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه تصویب کړه.

د دغه پرېکړې له مخې به په عراق کې مېشت کابو پنځه زره امریکایي سرتېري په سمدستي توګه له دغه هېواد څخه وځي.

د عراق پارلمان دغه کار د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې د مشر قاسم سلیمانی د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی.

قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د ټرمپ په امر د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نېږدې له ۹ نورو جګپوړو قوماندانانو سره یو ځای د امریکا په هوايي برید کې و وژل شو.

د عراق پارلمان ټینګار کړی، چې امریکايي سرتېري ځکه باید له عراق څخه ووځي، چې په سیمه کې یې ستونزې او ناندریو ته لار هواره کړې ده.

خو د عراق د پارلمان دغه پرېکړې د ټرمپ غبرګون راپارولی او ویلي، یې دي، چې عراق به له سختو بندیزونو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقي چارواکي باید له امریکا سره د ښو اړیکو په ارزښت او دواړو لورو تر منځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر اړتیا پوه شي.

دغه وزارت زیاته کړې، امریکا هڅه کوي، چې د دغه پرېکړې پر قانوني ماهیت پوه شي او تر هغې وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123787

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123787/

جمهور
  https://www.jomhornews.com