د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تاجکستان ته تللې ده

16 جدی 1398 ساعت 10:00

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده.


د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز نن دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په یوه دوه ورځني سفر د تاجکستان پلازمنې دوشنبې ته رسېدلې.

نوموړي ویلي، چې له تاجکستاني چارواکو سره به پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وکړې.

هغې زیاته کړې، چې تاجکستان په سیمه کې د ثبات د پیاوړي کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې د امریکا یو مهم شریک دی.

میرمن ویلز ویلي، چې تمه لري د تاجکستاني چارواکو سره په کتنو کې به پر مهمو مسلو د شوو پرمختګونو په اړه وغیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي وو، چې الیس ویلز به په دوشنبه کې د لوړ پوړو تاجکي چارواکو سره د سیمه ییزې امنیتي همکارۍ، د اقتصادي او انرژۍ د اتصال د پروژو د پراختیدو په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ودې پر مسلو وغږیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com