پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا وایي، دا ځل به د طالبانو استازي له امریکایي لوري سره یوازې د سولې تړون د لاسلیک پر ځای و وخت خبرې وکړي.
نوموړي نن دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون قطر ته رسېدلي او په زیات ګمان، چې د دواړو لورو تر منځ خبرې به نن پیل شي.
د هغه په وینا په څو ورځنۍ وقفه کې دواړو لورو له خپلو مشرانو سره د سولې تړون په اړه سلا مشورې کړې دي او دا ځل به یې مذاکرات لنډ او د یوې ورځې لپاره وي.
دی وایي، چې د سولې تړون په اړه د دواړو لورو تر منځ هېڅ اختلاف نه دی پاتې او تړون د لاسلیک لپاره چمتو شوی دی.
هغه و ویل«د طالبانو او امریکا تر منځ به دا ځل د یو ورځني مذاکراتو اجنډا یوازې د تړون د لاسلیک پر ځای وخت او دې وي، چې د کومو هېوادونو استازي ورته راوبلل شي.»
دغه پخواني طالب چارواکي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون ښايي په روانه اونۍ کې لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض