د افغانستان د سیمنا یو بل لوبغاړی هم ومړ

16 جدی 1398 ساعت 13:01

د افغانستان د سینما یو بل لوبغاړی قادر فرخ هم د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.


د افغانستان د سینما یو بل لوبغاړی قادر فرخ هم د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قادر فرخ چې د تمثیل په برخه کې یې د استادۍ رسمي لقب هم درلود، تېره شپه ومړ.

نوموړي په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثلي ټوټو کې رول لوبولی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د قادر فرخ مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي.

دا په روانه اوونۍ کې درېیم هنرمند دی، چې له دې نړۍ څخه سترګې پټوي.

تر دې درې ورځې وړاندې اصف جلالي هم د زړه د حملې له امله او دغه راز د افغانستان د سیمنا او تیاتر یوه بل مشهور هنرمند اسدالله تاجزي هم د ورپېښې ناورغۍ له امله ساه ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com