۰
سرچینې:

خلیلزاد او ملا براد سره لیدلي، دا ځل به مذاکرات لنډ وي

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ته نېږدې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرستیال ملا برادر سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
خلیلزاد او ملا براد سره لیدلي، دا ځل به مذاکرات لنډ وي
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ته نېږدې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرستیال ملا برادر سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ د قطر پلازمنې دوحې ته د طالب استازو سره د سولې په تړاو د مذکراتو لپاره رسېدلی و.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې د دواړو لورو تر منځ خبرې پیل شوې که نه، خو قطر کې د طالبانو دفتر ته نېږدې سرچینې وايي، خلیلزاد او ملا برارد پرون غیر رسمي لیدنه او خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا ټاکل شوې په همدې اوونۍ کې د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات بیا پیل شي، خو وایي، دا ځل به مذاکرات لنډ وي، ځکه یوازې د هوکړې لاسلیک به وي او تعدیدلات نه پکې راوستل کېږي.

سرچینې دا هم ویلي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اړه مشورې کړې دي او اوس د خپل مشر، ملا هبت الله، وروستۍ پرېکړې ته منتظر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پخواني طالب چارواکي هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ دا ځلي خبرې به لنډې او یو ورځنۍ وي.

د نوموړي په وینا دا ځل دواړه لوري یوازې د تړون د لاسلیک پر ځای، وخت او دا چې د کومو هېوادونو استازي په کې ګډون ولري خبرې وکړي.

سیداکبرآغا دا هم زیاته کړه، چې په قوي ګمان په روانه اوونۍ کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي