غور کې لسګونه طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

17 جدی 1398 ساعت 8:55

ملي دفاع وزارت په غور ولایت کې افغان ځواکونو ته د لسګونو وسله والو طالبانو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په غور ولایت کې افغان ځواکونو ته د لسګونو وسله والو طالبانو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شبنې د مرغومي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه طالب د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

سرچینه وایي، ۵۵ وسله وال طالبان په خپله خوښه افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او ورسره وسلې یې هم افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

خبرپانه زیاتوي، چې له دې څو ورځې وړاندې هم په یاد ولایت کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان چې مشري عبدالباقي کوله افغان ځواکونو ته تسلیم شوی وو.

ملي دفاع وزارت وايي، به غور کې د طالبانو د تسلیمېدو لړۍ جریان لري او په نېږدې راتلونکې کې به ګڼ شمېر نور طالبان هم افغان حکومت ته تسلیم شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com