واشنګټن پوست ورځپاڼې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د سولې لپاره هيله بښوونکی نه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي، د طالبانو شورا یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې له اوربند سره موافقه کړې وه، چې د سولې بین الاافغاني خبرو ته لار پرانیزي.
خو زیاتوي، چې د طالبانو رهبرۍ تر اوسه له دغه اوربند سره موافقه نهده کړې او داسې نهښکاري چې دغه ډله دې له سولې سره دومره لېوالتيا ولري.
د مطلب لیکوال ویلي« له طالبانو د صادقانه سولې تمه داسې ده لکه په سوځنده دښته کې د باران تمه.»
د ورځپاڼې په باور همدې او په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر افغان ځواکونو وروستیو بریدونو ته په کتو د افغانستان اوسنۍ وضعیت هیله بښونکی نه ښکاري.
ورځپاڼه وایي، د ناسم حالت له امله په افغانستان کې کابو ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونه توانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز ته کېني.
جمهورخبري آژانس:کابل