نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپورو ورکړی، چې کېدای شي یو پخوانی لوړ پوړی دیپلومات راس ویلسن په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه وټاکل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، راس ویلسن تر دې وړاندې په ترکیه، ازربایجان او ګرجستان کې د امریکا ديپلومات وو.
سرچینه زیاتوي، چې کېدای شي راس ویلسن، د جان باس پر ځای په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په توګه وټاکل شي.
د یادونې ده، چې په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس کاري دوره دوه اوونۍ وړاندې پای ته ورسېده او بېرته امریکا ته ستون شو.
جمهورخبري آژانس:کابل