د ناټو عمومي سرمني ینس سټولټنبرګ وایي، د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګړې پر مشر قاسم سلیماني برید د ناټو نه بلکې، د امریکا خپله پرېکړه وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه بروکسل د ناټو شورا په بېړنۍ غونده کې وکړې.
په یاده ناسته کې نوموړي و ویل، چې امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکو، د ناټو غړو ته په بغداد هوايي ډګر کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو تر شا انګېزه بیان کړه، خو هغه په دې اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.
سټولټنبرګ ټینګار وګړ، هغه برید چې په کې د قدس د مشر قاسم سلیماني په شمول ۱۰ کسان و وژل شول، د امریکا پرېکړه وه.
نوموړي و ویل« دا د امریکا پرېکړه وه، دا پرېکړه د ناټو او یا هم د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف پرېکړه نه وه، خو د ناټو ټول متحدان په سیمه کې د ایران د بېثباته کوونکو فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.»
هغه ایران د بېلا بېلو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه، چې دوی د هغو وروستیو بریدونو په اړه ډېر اندېښمن دي، چې په سعودي عربستان کې د انرژۍ پر ملکي تاسیساتو او په عراق کې د نړیوال ائتلاف پر اډو وشول.
خو له دې سره سره د ناټو عمومي منشي و ویل، چې په پرونۍ غونډه کې ټولو متحدانو پر زغم او د ترینګلتیا په کمولو ټینګار وکړ.
د نوموړي په وینا یو نوی کړکېچ به د هېڅچا په ګټه نه وي، نو ایرن باید نور له تاوتریخوالي یا پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې د ایران د سپاه پاسدارن د قدس څانګړې مشر قاسم سلیماني له ۹ نورو لوړ پوړو قوماندانانو سره د تېرې جمعې په ورځ د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نېږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې و وژل شو.
پر قاسم سلیماني د برید امر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی و او د هغه له وژنې وروسته یې خوښي وښوده ویلي یې و، نوموړی باید څو کاله وړاندې وژل شوی وای.
خو ایران یې په غبرګون کې و ویل، چې هرومرو به د سلیماني غچ له امریکا څخه اخلي او د هغه لارې ته په دوام ورکوي.
د همدې پېښې په غبرګون کې ایران له نړیوالو اټومي تړون څخه د وتلو اعلان هم وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل