ملګري ملتونه: ایران او امریکا د له زغم نه کار واخلي

17 جدی 1398 ساعت 9:59

د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ ته په اشارې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرېش له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.


د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ ته په اشارې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرېش له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتیرېش پرون نیویارک کې د وینا پر مهال اوسنۍ وضعیت خطرناک وباله او پر دواړو لورو یې د زغم کولو غږ وکړ.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل« زما پیغام ساده او روښانه دی، د ترینګلتیا زیاتول ودروئ، له زیات زغم کار واخلئ، ډیالوګ بېرته شروع کړۍ او نړیوالې همکارۍ له سره پیل کړۍ.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار وکړ، چې د کړکېچ زیاتوي تر ډولو ډېره بیه عادي وګړي ورکوي، نو ځکه باید له زغم څخه کار واخستل شي.

د یادونې ده، چې د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ وروسته له هغې نور هم ترینګلی شو، چې امریکا د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې پر مشر قاسم سلیماني هوايي برید وکړ.

په دغه برید کې د قاسم سلیماني په ګډون ۱۰ لوړ پوړي قوماندانان و وژل شول او د برید امر هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی وو.

تر دغه برید وروسته ایران له امریکا د غچ اخیستو ګواښ وکړ، خو امریکايي ولسمشر یې په ځواب کې و ویل، که ایران نظامي اقدام وکړي نو دوی به یې ۵۲ ځایونه په نښه او له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123836

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123836/

جمهور
  https://www.jomhornews.com