سناتوران: د کابل امنیتي حوزې د غلو په بانډونو بدلې شوې

17 جدی 1398 ساعت 14:40

مشرانو جرګې غړو سره له دې چې کابل کې یې په غلاو او جنايي جرمونو اندېښنه وښوده وايي، د وزارت د نه پاملرنې له امله د کابل امنیتي حوزې د غلو په بانډونو اوښتې دي.


مشرانو جرګې غړو سره له دې چې کابل کې یې په غلاو او جنايي جرمونو اندېښنه وښوده وايي، د وزارت د نه پاملرنې له امله د کابل امنیتي حوزې د غلو په بانډونو اوښتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی د جرګې د نن سه شنبې مرغومي ۱۷ مې په عمومي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندراني ته د غلا خطاب وکړ او د امنیتي چارواکو په مقرریو کې یې په معاملو تورن کړ.
 
د جرګې غړي عبدالرحیم حسنیار و ویل، چې د کابل په امنیتي حوزو کې په فساد ککړ خلک په دندو ګمارل شوي او هغوی دغه حوزې د غلو او مافیا په بانډونو اړولې دي.

دی وايي، خلک د کابل ښار په هېڅ ځای کې خوندي نه دي او کورنیو چارو وزیر هم په تبلغاتي مسایلو چې هېڅ ګټه هم نه لري بوخت دی او خپلې دندې ته پام نه کوي.

د جرګې بل غړي زلمي زابلي بیا و ویل، چې افغان دولت لویې لارې وسله والو مخالفینو ته تسلیم کړې، په ښارونو په ځانګړې ډول په قلات او کابل ښارونو کې یې مفسد چارواکي په دندو ګمارلي دي.

هغه و ویل«که د کورنیو چارو وزیر غل نه وي، نو ولې یې غله په دندو ګمارلي، ښکاري چې دی خپله غل دی او غله یې په دندو ګمارلي دي.»
 
د هغه په وینا د کابل امنیت د پولیسو او د هغوی د ناپاکه امرینو تر دې حده ناامن شوی، چې خلک په راڼ ورځ بې عزته کېږي خو حکومتي چارواکي پردیو هېوادونو ته په جاسوسۍ بوخت دي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې حکومت په ځانګړي ډول کورنیو چارو وزارت که د کابل او زابل امنیت ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو پراخ لاریونونه به راوباسي او هغه وخت بیا د حکومت لاس خلاص چې څه کوي ویې د کړي.

په جرګه کې د اروزګان استازي امان الله عظیمي هم د فاسدو چارواکو له ګمارنې شکایت وکړ، ویې ویل دا دولسم ځل دی، چې د اروزګان امنیه قوماندان تبدیلېږي، خو هر یو چې راځي یوازې د خپل جېب په غم کې وي.

ځینې نورو سناتورانو هم په کابل ښار کې د غلاو، غدیو او قتلونو زیاتېدو له امله شکایت وکړ او ویې ویل، چې خلک په رڼا ورځ د غلو له ډاره نه شي ګرځېدلی.

د یادونې ده، چې پرون ولسي جرګې هم په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د زیاتېدو له امله اندېښنه وښوده او له کورنیو چارو وزارت یې وغوښتل، چې د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

وکیلانو خو ان لا دا ویل، غله دومره ډېر شوي، چې ان د امنیتي حوزې له منځه یې د خلکو موټر سایلکونه غلا کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د کابل د امنیت لپاره یوه طرحه جوړه کړې، چې ډېر ژر به د پولیسو په لیکو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته او امنیت به کابو شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 123859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com