ایران کې د اوکرایني الوتکه لوېدو پېښه کې۱۷۶ تنه وژل شوي

18 جدی 1398 ساعت 8:39

راپورونه وايي، یوه اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه د ایران مرکز تهران کې د امام خمیني هوايي ډګر ته نېږدې سقوط کړی او ټوله سپرلي یې وژل شوې ده.


راپورونه وايي، یوه اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه د ایران مرکز تهران کې د امام خمیني هوايي ډګر ته نېږدې سقوط کړی او ټوله سپرلي یې وژل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه سهار وختي تهران کې د امام خمیني هوايي ډګر ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.

ایراني رسنۍ وايي، دغه الوتکه له تهران هوايي ډګر څخه اوکراین ته الوتې وه، چې له الوتنې لنډه موده وروسته سقوط شوې ده.

د ایران د هوايي ځواک د بېړنیو چارو ادارې اعلان کړي، چې دغه اوکراین مسافر وړونکې الوتکه کې ۱۷۶ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي او څوک ژوندي نه دي پاتي شوي.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو علت نه دی معلوم خو ایراني چارواکي وايي، د الوتکې د سقوط سیمې ته ژغورونکې ډلې رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123867

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123867/

جمهور
  https://www.jomhornews.com