د امریکا ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند جو بایډن د ایران له خوا په عراق کې د امریکايي پوځي اډو په نښه کولو وروسته په تازه څرګندونو کې ویلي، ټرمپ د ایران په اړه ناسمه لار غوره کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جوبایډن ویلي، چې امریکا له ایران سره په رامځ ته شوي تقابل کې یوازې ده، او اوس باید د ټرمپ د حماقت بیه پرې کړي.
نوموړي ټرمپ ملامت کړی، چې د امریکا لپاره یې نوې جګړې راوړې او دغه هېواد یې په نړیواله کچه یوه جګړه غوښتونکی هېواد معرفي کړی دی.
د امریکا ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند بایډن هیله څرګنده کړې، چې رامنځ ته شوی کړکېچ حل کړل شي او ناندرۍ اوج ته ونه رسېږي.
د یادونې ده، چې د امریکا او ایران تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې مخ پر زیاتېدو دي، چې امریکا د تېرې جمعې په ورځ د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه په یوه هوايي برید کې و واژه.
د سلیماني تر څنګ ۹ نور لوړ پوړي قوماندانان هم په دغه برید کې و وژل شول او تر برید وروسته ایراني چارواکو و ویل، چې هرومرو به له امریکا څخه غچ اخلي.
ایران تازه د دغه پېښې په غچ کې نن سهار وختي په عراق کې د امریکا په دوه پوځي اډو راکټي بریدونه کړي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې او زیان په اړه معلومات نشته.
د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ویلي ایران په عراق کې د دوی پوځي ادې ویشتې دي، خو وايي، هر څه ښه دي.
امریکا د ایران دغه برید ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو ټرمپ د ملي امنیت له ټیم سره په دې اړه سپینه ماڼۍ کې خبرې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل