امریکا د ایران په شاوخوا سیمه کې ټول پروازونه لغوه کړي دي

18 جدی 1398 ساعت 8:58

راپورونه وايي، د امریکا د هوانوردۍ فدرالي ادارې د ایران په شاوخوا سیمو کې ټول پروازونه لغوه کړي دي.


راپورونه وايي، د امریکا د هوانوردۍ فدرالي ادارې د ایران په شاوخوا سیمو کې ټول پروازونه لغوه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا ویلي، د ایران، عراق، فارس خلیج او عمان سمندر په شاوخوا کې د امریکايي الوتکو پروازونه لغوه شوي دي.

د امریکا د هوانوردۍ فدرالي ادارې زیاته کړې، چې دغه کار یې په سیمه کې د نظامي حالت، د روان کړکېچ او امریکايي وګړو د خونديتوب لپاره کړی دی.

امریکا دغه ګام له هغې وروسته اخلي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګړې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ایران د هغه د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

قاسم سلیماني تېره جمعه عراق کې د امریکا په یوه هوایي برید کې له ۹ نورو لوړ پوړو قوماندانانو سره یو ځای و وژل شو.

ایران د هغه د غچ اخیستو لپاره تازه په عراق کې د امریکا پر دوه پوځي اډو راکټي بریدونه کړي دي، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي په دغه بریدونو کې زیان نه دی اوښتی او هر څه سم دي.

ټرمپ ویلي، د ایران د دغه اقدام په اړه به وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123871

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123871/

جمهور
  https://www.jomhornews.com