۰
نانسي پلوسی:

امریکا د پارونې او ایران دې سرغړونې پای ته ورسوي

چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۳
د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي عراق کې د ایران له خوا د امریکایي پوځي اډو په نښه کولو وروسته ویلي، دوی وضعیت څاري او لومړۍ باید د امریکایي سرتېرو خوندیتوب یقني شي.
امریکا د پارونې او ایران دې سرغړونې پای ته ورسوي
د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي عراق کې د ایران له خوا د امریکایي پوځي اډو په نښه کولو وروسته ویلي، دوی وضعیت څاري او لومړۍ باید د امریکایي سرتېرو خوندیتوب یقني شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن پولیسو تر دغه پېښې وروسته په خپل ټوټېر باندې لیکلي، چې د امریکا اداره باید بې ځایه پاروونې ختمې کړي او ایران دې هم خپلې سرغړونې پای ته ورسوي.

د امریکا د استازیو جرګې مشرې په ټینګار سره ویلي، چې امریکا او نړۍ بله جګړه نه شي زغملی.

مېرمن پلوسي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ایران په عراق کې د امریکا دوه پوخي اډې په توغندیو ویشتې دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د دې پخلی کړی خو وایي، دوی ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او هر څه ښه دي.

ټرمپ ویلي، چې په دې اړه به خپله پرېکړه وروسته اعلان کړي.

ایران پر امریکايي پوځي اډو برید د خپل یوه پیاوړي قوماندان جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې مشر قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ عراق کې د امریکا په یوه هوايي برید کې له ۹ لوړ پوړو چارواکو سره و وژل شو.

ایران د دغه جنرال د وژل کېدو د غچ اخیستو خبرداری ورکړ او وايي، په عراق کې یې پر امریکايي اډو برید هم د غچ اخیستو او خپلې دفاع لپاره کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي