د پاکستان د هوایي ځواک یوه الوتکه رانسکوره شوې

18 جدی 1398 ساعت 9:23

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هوایي ځواک یوه الوتکه رانسکوره شوې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.


په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هوایي ځواک یوه الوتکه رانسکوره شوې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د مرغومي ۱۷ مه د خیبرپښتونخوا په میانوالي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړیو چې الوتکه د یو روزنیز تمرین پر مهال رالوېدلې او په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

په دغه پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي او د پاکستان چارواکو ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د الوتکې د نسکورېدو لامل څه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com