مدني فعالان:

د سولې لپاره د وجهي صندوق جوړېدو طرحه د سولې ښکېلو اړخونو ته وړاندیز شوې

18 جدی 1398 ساعت 13:36

د افغانستان د مدني ټولنې یا مجما مسوولین وایي، امریکا له اوربند وروسته د طالب جنګیالیو د ادغام د اسانتیا په پار د سولې لپاره د یوه وجهي نړیوال صندوق د جوړېدو وړاندیز ښکېلو غاړو ته کړی دی.


د افغانستان د مدني ټولنې یا مجما مسوولین وایي، امریکا له اوربند وروسته د طالب جنګیالیو د ادغام د اسانتیا په پار د سولې لپاره د یوه وجهي نړیوال صندوق د جوړېدو وړاندیز ښکېلو غاړو ته کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان د مدني ټولنې یا مجما رییس محمد عزیر رفعیي نن چهار شنبې د مرغومي ۱۸ مه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د یوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې امریکا د افغانستان د سولې او له اوربند وروسته د وسله والو مخالفینو د جنګیالیو د ادغام او جذب لپاره د یوه نړیوال مالي وجهي صندوق د جوړېدو طرحه تر لاسه لاندې لري.

د هغه په وینا امریکا دغه طرحه په رسمي او غیر رسمي ناستو کې د سولې ښکېلو غاړو ته وړاندې کړې او په دغه طرحه کې په لومړي پړاو کې د کال څلور میلیارده ډالر، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د لګښت کابو نیمايي برخه راځي په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم رفیعي وايي امریکا دغه طرحه وړاندې کړې، خو ټینګار کوي، چې دغه طرحه باید د مدني ټولنې تر نظارت لاندې یوازې د هغه ادارو له لارې ولګول شي، چې د کارموندنې په برخه کې فعالیت لري.

له دې سره تر څنګ نوموړي دا هم و ویل، چې افغان حکومت له سولې او اوربند وروسته د وسله والو جنګیالیو د ادغام لپاره طرحه نه لري او دغه کار به ښایي د تل پاتې سولې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

بل خوا رفعیي پر دې هم نیوکه وکړه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې او اوربند په خبرو کې د افغانستان خلک او مدني ټولنه تر ډېره لرې او بې خبره ساتل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 123887

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com