کابل کې د مجرمینو د نیولو په موخه پراخ عملیات پیل شوي دي

19 جدی 1398 ساعت 9:26

کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د مجرمینو د نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي او یو شمېر مجرمین یې نیولي هم دي.


کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د مجرمینو د نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي او یو شمېر مجرمین یې نیولي هم دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي دغه ګام پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه پورته کړی دی.

هغه نوموړي د امنیتي حوزو د منسوبینو سربېره د وزارت د اډې نېږدې زر تنه سرتېري او منسوبین له ۳۰۰ عراده لېږدونکو موټرو سره توظیف کړي، چې په کابل ښار کې له جنايي جرمونو سره جدي مبارزه وکړي.

د وزیر له هدایت سره سم د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د مجرمینو په نیولو لاس پورې کړی او د هغوی د نیولو لپاره یې ګزمې پیل کړې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه عملیات له پیل سره سم یې د ښار په بېلا بېلو برخو کې څو تنه چپاولګران او لارنیوونکي له یو شمېر نقدو پیسو او موبایلونو سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، یاد عملیات به کابل ښار کې د مجرمینو په ځانګړې توګه د موبایل او پیسو د غلو او شکوونکو تر بشپړ نیول کېدو دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com