۰

د داعشیانو ۱۳۰ښځې او ماشومان قبایلي مشرانو ته وسپارل شول

پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
افغان حکومت په ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو ۱۳۰ ښځې او ماشومان د ډېورنډ پولې پورې غاړې قبایلي مشرانو ته وسپارل.
د داعشیانو ۱۳۰ښځې او ماشومان قبایلي مشرانو ته وسپارل شول
افغان حکومت په ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو ۱۳۰ ښځې او ماشومان د ډېورنډ پولې پورې غاړې قبایلي مشرانو ته وسپارل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ښځې او ماشومان پرون د قومي جرګې له لارې د د کوزې پښتونخوا د باجوړیو، اورکزیو او اپریدیو قومي مشرانو ته وسپارل شوې.

د دوی د تسلیم لپاره د کوزې پښتونخوا د یادو سیمو قومي مشران او سپین ږیري ننګرهار ولایت ته راغلي وو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، د داعش جنګیالیو دغه ۱۳۰ کونډې او ماشومان د پښتونخوا ولایت د بیلابېلو سیمو وې.

نوموړي زیاته کړه، چې  دا مهال ۹۰۰ داعشي مېرمنې او ماشومان له دوی سره دي، چې له دې منځه به ۵۰ مېرمنې او ۸۰ نور ماشومان هم قبایلي مشرانو ته تسلیم کړو.

د یادې ګډې جرګې پرېکړه لیک مولوي حبیب الله جلال ابادي ولوست چې په کې د قبایلي مشرانو له لورې د حکومت څخه د ماشومانو او میرمنو د ساتنې او بېرته دوی ته د سپارلو وړاندیز د منلو له امله مننه کړې وه.

د کوزې پښتونخوا د جرګې مشر ملک صبور افريدي د ننګرهار له ولايتي ادارې او افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د پښتني دستور له مخې يې د دوی د قوم ښځې او ماشومان دوی ته تسليم کړل.

د یادونې وړده چې روان کال ننګرهار په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاک او تر زرو زیات جنګیالي یې له وېرې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي