باجوه د امریکا دفاع وزیر ته: په افغان سوله کې رغنده رول لوبوو

19 جدی 1398 ساعت 9:57

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپېر سره خبرو کې ډاډ ورکړي، چې د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول لوبوي.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپېر سره خبرو کې ډاډ ورکړي، چې د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول لوبوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه او اسپېر پرون تلېفوني خبرې کړې او باجوه ورته ویلي، چې دوی د د افغانستان په سوله کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي.

نوموړي ویلي پاکستان پر دې ټینګار کوي چې په سیمه کې جګړې ختمې او سوله تامین شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر له جنرال باجوه سره په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

هغه ویلي، امریکا جګړه نه غواړي خو د تهدیدونو پر له منځه وړلو ټینګار کوي. پاکستان له واشنګټن او تهران د زغم او خبرو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com