د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا محتده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د ناټو له عمومي منشي غوښتي، چې په منځني ختیځ کې ناټو ډېره دخیله کړي، ځکه دا د نړیوال امنیت لپاره مهم اقدام دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم منلې، چې دوی به په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي.
سټولټنبرګ په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو د ایران راکټي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي، چې دا مسئله به ناندرۍ نورې هم اوج ته ورسوي.
د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې ناټو په سیمه کې د ثبات لپاره هڅه کوي او د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل