د ولسي جرګې له خوا د سولې ځانګړې کمېټې په اړه د وکیلانو اختلاف

19 جدی 1398 ساعت 11:17

د ولسي جرګې د استازو ترمنځ د دغه جرګې له لوري د سولې لپاره د ځانګړې کمېټې پر سر اختلافونه راپورته شوي او ځینې وکیلان وايي، د دغه کمېټې غړي باید له عمومي تالار څخه د تایید رایه واخلي.


د ولسي جرګې د استازو ترمنځ د دغه جرګې له لوري د سولې لپاره د ځانګړې کمېټې پر سر اختلافونه راپورته شوي او ځینې وکیلان وايي، د دغه کمېټې غړي باید له عمومي تالار څخه د تایید رایه واخلي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې ولسي جرګې کابو دوه میاشتې وړاندې پرېکړه وکړ، چې د سولې د هڅو په برخه کې د مرستو په موخه به د سولې یوه ځانګړې کمېټه جوړوي.

د دغه پرېکړې پر اساس د جرګې ټول کمېسونونه او پارلماني ګروپونه مکلف و، چې د دغه کمېټې د جوړېدو لپاره خپل یو یو استازی اداري پلاوي ته ورمعرفي کړي.

اوس د جرګې لومړۍ مرستیال امیرخان یار وايي، ټولو کمېسونونو خپل استازي اداري پلاوي ته ورمعرفي کړي او د سولې لپاره ځانګړې کمېټې په خپل کار پیل کړی دی.

خو په ورته وخت کې یو شمېر نورو وکیلانو له دغه کار سره مخالفت وښود وایي، هغه کسان چې په دې کمېټه کې برخه لري، باید د جرګې له تالار څخه د تایید رایه واخلي او د دغه کمېټې غړي وټاکل شي.

دا خبره په ولسي جرګه کې د کابل استازي خان آقا رضايي وکړه ویې ویل، چې د دغه کمېټې غړي باید هرومرو له عمومي تالار څخه د تایید رایه ولري.

نوموړي و ویل، دغه کار باید د دې لپاره وشي، تر چې د پردې تر شاه خبرو مخنیوی وشي او وکیلان پر دې پوه شي، چې څوک له دوی څخه په دې کمېټه کې استازي توب او د سولې پروسه کې څه ډول څرګندونې کوي.

د جرګې بلې غړي بلقس روشن هم و ویل دا چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ژمني خوب ویده دی او احتمال لري، چې د پسرلي په پیل سره د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شي، نو ولسي جرګه خپل وروستۍ پرېکړه وکړي، چې د خلکو لپاره څه ډول سوله غواړي.

په پای کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د چهارشنبې مرغومي ۱۸ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې د وکیلانو په غوښتنه به د سولې لپاره د ځانګړې کمېټې غړي د عمومي تالار څخه هم رایه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې دغه استازي د دایمي کمېسیونونو له خوا معرفي شوي وي، نو د تایید رایه یې اخیستې او که یې نه وي اخیستې نو کمېسیونونه اړ دي، چې نور کسان یې پر ځای معرفي کړي.

د ولسي جرګې رییس وايي، اداري پلاوی به ډېر ژر د سولې لپاره د ځانګړې کمېټې د غړو لېست چمتو او د رایې اخیستنې لپاره به یې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 123915

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123915/

جمهور
  https://www.jomhornews.com