د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرې کړې او کابل ته یې خپل سفر ځندولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په سیمه کې د رامنځ ته شویو وروستیو تحولاتو له امله کابل ته سفر ځندولی.
ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي سټولپنبرګ په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت لپاره، کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهوررئیس غني څخه معذرت وغوښت او ویلي یې دي، چې په یوه بل مناسب وخت کې به کابل ته سفر وکړي.
ټاکل شوې وه، چې د ناټو سکرتر جنرال په یو پلان شوي سفر کې د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.
ارګ ویلي چې دواړه خواوې به کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال، د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه هم خبرې کړې دي.
دواړو خواو ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات نشي راتلی.
جمهورخبري آژانس:کابل