کورنیو چارو وزارت وايي، د جنايي جرمونو سره د مبارزې د پیل شویو عملیاتو له پیل سره سم یې کابل ښار کې تر اوسه ۱۸ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پرون په کابل کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې لپاره د امنیتي حوزو د منسوبینو سره یو ځای زر تنه پولیس په دنده ګمارلي، چې مجرمین ونیسي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه عملیاتو په پیل سره له تېرې شپې راهیسې تر اوسه پورې ۱۸ تنه د وسلو د لېږد، غلا، چپاولګرۍ او لنډه غرۍ په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د مجرمنیو پر ضد به دغه عملیات د هغوی تر مکمل ختمېدو او پوه امنیت تر ټینګېدو پورې دوام ولري.
د یادونې ده، دا عملیات وروسته تر هغه پیل شوي چې په کابل ښار کې د وسله والو غلاو او د خلکو د ځورونۍ په تړاو خلک سخت اندېښمن شوي وو او پولیس یې په دې برخه کې په ناپامۍ تورنول.
خو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ډاډ ورکړي، چې ډېر ژر به په پولیسو کې ژور اصلاحاتو لړۍ پیل کړي او د کابل امنیت به ډاډمن کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل