ولسمشر محمداشرف غني د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې مسوولینو سره په کتنه کې د افغان نجونو د عالي لېسې د ایجاد طرحه تائید کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني نن پنشنبې د مرغومي ۱۹ مه ن له غرمې مخکې د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې مسوولینو سره ارګ کې وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي په دغه کتنه کې د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې انکشافي مرستیال هندرسون د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې په اړه چې ټاکل شوې، د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون مجتمع کې ایجاد شي، معلومات ورکړل.
سرچینه زیاتوي، هندرسون وویل، د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې د ایجاد موخه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د افغان ښځو او نجونو د حضور هڅونه ده.
په ورته وخت کې ولسمشر غني د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې د ایجاد طرحه وستایله او وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې افغان نجونو ته د روزنې د زمینو برابرول او روزنیز نظام نوي کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې په څو وروستیو کلونو کې په هیواد کې د مسلکي ښوونځیو د ایجاد شاهدان وو چې افغان نجونو وکولای شول په تخصصي ډول زده کړې وکړي.
ولسمشر ټینګار وکړ، زده کړې ته د نجونو نه لاسرسی، د هیواد د ښوونیز نظام پر وړاندې عمده ننګونه ده چې د نجونو د مسلکي ښوونځیو په ایجاد سره به د ښځو د ودې او پیاوړتیا زمینه برابره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل