۰
د واشنګټن پوسټ خبریال:

د افغان جګړې په اړه خپاره شوي اسناد واقعیت لري

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال وايي، هغه اسناد چې د افغان جګړې په اړه افشا شوي ټول معلومات له معتبرو سرچینو تر لاسه شوي او واقعیت لري.
د افغان جګړې په اړه خپاره شوي اسناد واقعیت لري
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال وايي، هغه اسناد چې د افغان جګړې په اړه افشا شوي ټول معلومات له معتبرو سرچینو تر لاسه شوي او واقعیت لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبریال ریک ویتلاک چې د افغان جګړې په تړاو یې د امریکایي چارواکو له لوري پټ شوي اسناد افشا کړي امریکا غږ ته ویلي، هېڅ امریکايي ادارې د خپرو شوو اسنادو د رد مناسب دلایل نه درلودل او ټول پوځي چارواکي په دې پوهیږي چې خپاره شوي اسناد واقیعت لري.

ریک ویتلاک زیاته کړې امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې اوس هغه څه ترسره کوي چې باید ۱۶ کاله مخکې یې ترسره کړي وی.

نوموی زیاتوي، امریکایان پوهېدل چې طالبانو په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ میلادي کال کې ماتې خوړلې وه او وضیعت دې ته چمتو وو چې دغه ډله باید په سیاسي پروسه کې شامله شي خو بوش هغوی ترهګر وبلل او په دې باور وو چې ماته ورکولی شي.

که څه هم نوموړي ویلي، چې د افغان جګړې په اړه خپاره شوي اسناد کره او دقیق دي، خو د دغه اسنادو له افشا څو ورځې وروسته د امریکا دفاع وزیر او د پوځ مشر دغه راپورونه ردل کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي