د عمان پاچا ومړ

21 جدی 1398 ساعت 9:43

د عمان پاچا سلطان قابوس چې د یوې سپنیې کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو، د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.


د عمان پاچا سلطان قابوس چې د یوې سپنیې کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو، د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سلطان قابوس په ۱۹۷۰ کې د یوې سپنیې کودتا له لارې له خپل پلار څخه واک ونیوه او پنځوس کاله یې پر دغه هېواد واکمني وکړه.

د نوموړي د مړینې له امله په عمان کې درې ورځنۍ ماتم اعلان شوی دی.

باید و ویل شي، چې له سلطان قابوس څخه کوم زوی نه دی پاتې او دا چې د عمان حکومت شاهی دی ښايي د هغه د ځای ناستي په برخه کې ستونزې رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com