د ولسي جرګې غړي: د افغان پوځ د چورلکو لوېدو پېښې باید جدي وڅېړل شي

21 جدی 1398 ساعت 13:50

په دې وروستیو کې د افغان پوځ د دریو چورلکو لوېدو ته په غبرګون کې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، هغه وسایل او تجهیزات چې زموږ امنیتي ځواکونو ورکول کېږي ښایي د لومړی یا دوهم نړیوال جنګ وي.


په دې وروستیو کې د افغان پوځ د دریو چورلکو لوېدو ته په غبرګون کې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، هغه وسایل او تجهیزات چې زموږ امنیتي ځواکونو ورکول کېږي ښایي د لومړی یا دوهم نړیوال جنګ وي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان پوځ یوه الوتکه فراه کې ولوېده، چې دوه پیلوټان په کې و وژل شول او دغه راز دوه نورو چورلکو په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې بېړنۍ ناستې وکړې.

د ولسي جرګې غړي دغه پېښو په اندېښنه کې کړي وایي، دا سوال لرونکې پېښې دي چې باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د جرګې غړې بلقیس روش و ویل، ډګروال آصف او ډګروال غیاث د ننګرهار او غزني هغه دوه پیلوټان و، چې فراه کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې و وژل شو او دا پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

هغې د چورلکو لوېدو پېښو ته په اشارې دا هم و ویل، کوم تجهیزات او وسایل، چې افغان ځواکونو ته ورکول کېږي ښايي د لومړي یا دوهم نړیوال جنګ وي.

نوموړې زیاته کړه، چې نړیوال دا زاړه وسایل رنګ او ترمیم کړي او بیا یې د مرستې په نوم افغان دولت ته ورکوي، تر څو زموږ امنیتي ځواکونه د مرګ خولې ته ورکړي.

مېرمن روشن ټینګار وکړ، کومې الوتکې، چې بهرنیان افغانستان ته د مرستې په نوم ورکوي، غورازه، زاړې او له کاره لوېدلي دي.

د ولسي دغه غړې وايي، کومه چورلکه چې فراه کې لوېدلې په یوه وخت یې دواړه ماشینونه ګل شوي و.

د جرګې بل غړي خالد اسد هم و ویل، چې په تېرو دریو ورځو کې د افغان پوځ درې چورلکې لوېدلې او دا د سوال وړ او مهمه خبره ده.

نوموړي زیاته کړه، چې له دفاع وزارت څخه باید په دې اړه پوښتنه وشي، چې څنګه په دریو ورځو کې درې چورلکې غورځي، آیا دا ټولې چورلکې تخنیکي ستونزې لري او که قصدآ دغه چورلکو ته رسېدګي نه کېږي.
 
په ولسي جرګه کې د سمنګان استازي عبدالله محمد هم ورته څرګندونې وکړې ویې ویل دا ډېره خطرناکه ده، چې په دریو ورځو کې درې چورلکې ولوېږي.

دی وایي، دفاع وزارت باید په دې اړه ځواک ورکړي، چې ولې انجینرانو مخکې له الوت څخه دغه چورلکې په سم ډول ته دي کتلې.

د وکیلانو د خبرو پای کې د جرګې رییس میررحمان رحماني دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله، چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او د پوځ له چارواکو پوښتنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني



 
 


د مطلب کود: 123956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com