کندوز کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي

22 جدی 1398 ساعت 9:10

په شمال کې پوځي چارواکي وایي، کندوز ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


په شمال کې پوځي چارواکي وایي، کندوز ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۱۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي افغان ځواکونو د کندوز اقتاش ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالب قوماندان ملا خلیل په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وایي، په یاده سیمه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې پوځي عملیات روان دي، چې تر اوسه په کې د جنګل باشي، غارچي، جنت باغ او کابلي قشلاق کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 


د مطلب کود: 123970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com