سیمه ییز چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د یوه کور، چې د کوزدې مراسم په کې روان وو، د کوټې د چت لوېدو په پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي ۲۱ مه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د حاجي وردګ کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدی وایي، په یاد کلي کې په یوه کور کې د کوزدې مراسم روان و، چې د کور چت پرې رالوېدلی دی.
نوموړی زیاتوي په دغه پېښه کې درې ښځې او درې ماشومان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، ټپیان د سپین بولدک روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار