غزني کې ۱۵ وسله وال او دوه قاچاقبر وژل شوي دي

22 جدی 1398 ساعت 12:16

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو او دوه د نشه يي توکو د قاچاقبرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د غزني د والي مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو او دوه د نشه يي توکو د قاچاقبرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دفتر نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال او قاچاقبر د افغان ځانګړو ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواک په عملیاتو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، عملیات د ګیلان په جهانګیر او حضرت شاه، د ګیرو په بابکر خېل او د اندو په سني نومي سیمو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ځمکنیو، توپچي او هوايي عملیاتو کې د دوه قاچاقبرانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر دا هم وايي، چې په عملیاتو کې د طالبانو شپږ عرادې موټر سایکلونه، درې ضد زرهی واسکټ او د وسایطو د ترمیم دوه ورکشاپونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 123979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com