د غزني ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د قرباغ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه پرون پر یاده لویه لار د قرباغ ولسوالۍ په باران کلا سیمه کې رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه وايي، دوه تنه مسافر چې د غني د ده یک ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي و، په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته کړای شوي او وروسته یې ځای پر ځای ویشتلي او وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني