د بریتانیا دفاع وزیر: موږ باید نور پر امریکا خپله تکیه راکمه کړو

22 جدی 1398 ساعت 14:01

د برېتانیا دفاع وزیر رابرټ والاس وایي، امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه شوې او برېتانیا باید نور پر دغه هېواد خپله تکیه راکمه کړي.


د برېتانیا دفاع وزیر رابرټ والاس وایي، امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه شوې او برېتانیا باید نور پر دغه هېواد خپله تکیه راکمه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والاس زیاته کړې، بریتانیا باید خپلو سیاستونو کې بدلون راولي ځکه په وینا یې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې پاتې راغلې ده.

نوموړي د سوریې او عراق له جګړو څخه د امریکا شاتګ ته په اشارې ویلي، د امریکا شاتګ ته په کتو بریتانیا ته په کار ده چې په خپلو دفاعي پروګرامونو کې تغیرات راولي.

د برېتانیا دفاع وزیر ویلي، دوی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې فکر کاوه چې له امریکا سره په ایتلاف کې پاتې کېدل غوره دي خو اوس دا حقیقت بدل شوی دی او فکر نه کوي نور یې له دې هېواد سره ملګرتیا دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123991

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com