د پاکستان بله چورلکه نسکوره شوې، دوه تنه په کې وژل شوي دي

22 جدی 1398 ساعت 14:02

پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد یوه بله چورلکه هم رانسکوره شوې، چې له امله یې د پيلوټ په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.


پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد یوه بله چورلکه هم رانسکوره شوې، چې له امله یې د پيلوټ په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چورلکه د رحیم یارخان له شیخ زاید هوايي ډګر څخه پورته او غوښتل یې په چولستان سیمه کې یي پر فصلونو د ملخانو ضد درمل وپاشي.

د رحیم یار خان چارواکو ویلي چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوې او پکې یو پیلوټ او یو انجنیر وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په میانوالي سیمه کې د پاکستان یوه چورلکه لوېدلې او دوه پیلوټان یې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com