د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي په تازه اعلان شوې درجه بندې کې درې افغان لوبغاړي د نړۍ د غوره کرکټ لوبغاړو د جدول په سر کې ځای نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد نبي، راشدخان آرمان او مجیب الرحمن هغه درې افغان لوبغاړي دي، چې لومړی او دوهم مقامونه یې ګټلي دي.
د شلو اورونو د نړیوالو لوبو په ورو توپ اچوونکو کې راشد خان د ۷۴۹ نمرو په ګټلو لومړی او مجیب الرحمان د ۷۴۲ نمرو په ګټلو دوهم مقام لري.
د دغه درجه بندۍ په درېیم مقام کې بیا د نیوزلنډ لوبغاړۍ میچل سنټر دی، چې ۶۹۸ نمرې یې ګتلې دي.
دغه راز د کرکټ د نړیوالې شورا د الرواوندرانو په درجه بندۍ کې بیا محمد نبي لومړی مقام ګټلی دی، چې ۳۱۹ لري، دویم غوره الراونډ د استرالیا ګلین مکسویل دی چې ۲۳۱ او درېیم د نیوزلنډ کپتان کین ویلیمسین دی چې ۲۱۲ نومرې یې وړي.
د یوې ورځنیو لوبو د غوره الراونډرانو په جدول کې بیا محمد نبي دویم او راشد خان پنځم راغلي دي، اول غوره الراونډر د انګلنډ بن سټاک او درېیم د پاکستان عماد وسیم دی.
د یوې ورځنیو لوبو د باولینګ په درجه بندۍ کې مجیب الرحمن درېیم مقام ګټلی دی او بل هېڅ افغان لوبغاړی د یوې ورځنیو لوبو د باولینګ او بېټېنګ د درجه بندۍ په لسو غوره لوبغاړو کې نشته.
جمهورخبري آژانس:کابل