کابل کې د جنایي جرمونو او وسلو د لېږد په تور ۷ تنه نیول شوي دي

23 جدی 1398 ساعت 9:56

کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمنو او غیر قانوني وسلو د لېږد په تور د ۷ تنو مجرمینو د نیولو خبر ورکړی دی.


 کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمنو او غیر قانوني وسلو د لېږد په تور د ۷ تنو مجرمینو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل د امنیه قوماندانۍ پولیسو تېره شپه په ده سبز کې د ګزمې پر مهال دوه تنه له غیر قانوني وسلو سره یو ځای نیولي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسان د ده سبز ولسوالۍ په ده یحیی کې له یو میل کلکوف او یو میل تومانچې سره یو ځای نیول شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې پولیسو د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې هم پنځه تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، دغه کسانو په چپاولګرۍ، غلا او د خلکو په ټپي کولو کې لاس درلود، چې ورسره یوه اندازه غلا شوي توکي هم موندل شوي دي.
 
د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت کابل کې د جنایي پېښو د زیاتېدو او پر دغه وزارت تر نیوکو وروسته د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په یوه بې ساري اقدام لاس پورې کړی دی.

دغه وزارت د امنیتي حوزو د منسوبینو سربېره د وزارت زره تنه پولیسو له درې سوه رنجر موټرو سره په دنده ګمارلي، چې کابل ښار کې ګزمې وکړي او ټول مجرمین ونیسي.

د دغه مبارزې په لومړۍ ورځ کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې تر ۴۰ پورې جنایي مجرمین ونیول، چې یو شمېر یې خطرناک هم وو.

وزارت وايي، دغه مبارزه به د مجرمینو تر پاکولو او امنیت ټینګولو پورې ادامه ولري.

د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو له خوا ستایل شوی خو په ورته وخت کې سرپرست وزیر مسعود انداربي ویلي، له ۱۵ تر ۱۵ پورې د ولسي جرګې وکیلان د ځینو مجرمینو د خلاصون غوښتنه ترې کړې ده او د غلو ملاتړ کوي.

مشرانو جرګې هم د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستایلي خو له وزیر نه یې غوښتي، چې د غلو ملاتړو وکیلانو نومونه افشا کړي او که دا کار نه شي کولی نو مشرانو جرګې ته یې د لېست وسپاري، چې هغه یې خپاره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 124010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com