۰
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار:

ټرمپ به سږ کال خامخا له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي

دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وايي، ولسمشر ټرمپ به سږ کال هرومرو له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ به سږ کال خامخا له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وايي، ولسمشر ټرمپ به سږ کال هرومرو له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دا هم ویلي، که چېرې ټرمپ له طالبانو سره هوکړې ته ونه رسېږي، بیا به هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.

رابرټ اوبراین چې په لومړي د ځل د افغانستان په اړه نظر ورکړی له اکسیوس نیوز سره په مرکه کې ویلي، افغان ځواکونه خورا پیاوړي شوي او پیاوړتیا ښکاره کوي.

نوموړي زیاته کړې له همدې امله امریکا به ژر له دغه هېواد څخه د یو شمېر سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او خپل پوځي رول به په افغانستان کې راکم کړي.

هغه د دې پوښتې په ځواب کې چې ایا ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي ویلي، دا کار په همدې روان کال کې تر سره کېدای شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې بیا د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ قطر کې غیر رسمي لیدنې او خبرې روانې دي.

ویل کېږي دواړو لورو د پنځه زره طالب بندیانو پر خوشي کېدو او دغه راز د تاوتریخوالي په کمولو موافقه کړې او اوس یوازې د تړون د لاسلیک پر ځای، وخت او دا چې د کومو هېوادونو استازي په کې برخه ولري خبرې روانې دي.

د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، د دواړو لورو تر منځ ټولې خبرې پای ته رسېدلی او ښايي په همدې اوونۍ کې د سولې تړون لاسلیک شي.

که څه هم ویل کېږي، چې دواړو لورو د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه کړې، خو افغان حکومت وایي، د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري او باید اوربند اعلان شي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پانه وایي، اوربند د سولې د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت طرحه او شرط دی او افغانان د تېر اختر په څېر اوربند غواړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي