افغان ځواکونو فراه کې د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی دی

23 جدی 1398 ساعت 12:46

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ګمرک تر نیولو وروسته له منځه وړی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ګمرک تر نیولو وروسته له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمرګ تېره شپه بختور په نوم پوځي عملیاتو کې له منځه وړل شوی دی.

د طالبانو دغه ګمرک د فراه ولایت د شېب کوه ولسوالۍ کې و، چې  دفاع وزارت په وینا په ورځ کې به یې درې میلیونه افغانۍ له تېل او باروړنکو موټرو څخه باج اخیست.

دفاع وزارت وايي، دغه ګمرک د طالبانو د مهمو مالي سرچینو څخه وو.

وزارت زیاتوي، د طالبانو دا ډول ګمرکونه تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې و، چې په دې وروستیو کې په هرات، بادغیس، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال لویې لارې خلاصوي شوي او دغو لارو ته د طالبانو لاس رسی کم شوی دی.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com