ولسي جرګې د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلیق او د وزیر امضا یې ناچله وبلله

23 جدی 1398 ساعت 14:05

ولسي جرګې د یوې مصوبې په صادرولو سره د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلق او د دغه وزارت د وزیر لاسلیک یې بې اعتباره کړ.


ولسي جرګې د یوې مصوبې په صادرولو سره د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلق او د دغه وزارت د وزیر لاسلیک یې بې اعتباره کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي وايي، دا کار یې ولسي جرګې ته د دغه وزارت د وزیر د نه حاضرېدو له امله کړی دی.

د جرګې غړي وایي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ وزیر احمل احمدي جرګې ته ځواب ویلو لپاره ورغواړي، خو تر اوسه هغه نه دی حاضر شوی.

له همدې امله ولسي جرګې د نن دوشنبې مرغومي ۲۳ مې په عمومي غونډه کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت بودجه وځنډوله او د یوې مصوبې په صادرولو سره یې د اجمل احمدي امضا سر له نن ورځې ناچله وبلله.

د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، ولسمشر د ملي شورا د کار په پیل سره ژمنه کړې وه، چې هر شپږ میاشتې وروسته به خپله جرګې ته ورځي او ځوابونه به وایي، خو اوس حالت داسې دي، چې ولسمشر څه ان د کابینې وزیران یې ځواب ویونکي نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه وضعیت به خطرناکې او ناوړه پایلې ولري او د دې ډولو بې بندوبارۍ مسوول حکومت دی.

له دې سره رحماني جرګې ته وړاندیز وکړ، چې سر له نن ورځې اجمل احمدي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه په رسمیت نه پېژني او هر قرارداد او مقرري یې جرم او د دغه وزارت بودجه هم په ځوړنډ حالت کې ځای لري.

د ولسي جرګې د رییس دغه وړاندیز رای ګیرۍ ته وړاندې شوې، چې په مجلس کې د ۱۳۱ حاضرو وکیلانو له خوا د رایو په اتفاق سره تصویب شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 124028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com