هند کې ۷ تنه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

24 جدی 1398 ساعت 8:08

هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پولیسو ۷ تنه افغانان چې غوښتل یې ډیلي ته نشه يي توکي په خپلو خېټو کې ولېږدوي نیولي دي.


هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پولیسو ۷ تنه افغانان چې غوښتل یې ډیلي ته نشه يي توکي په خپلو خېټو کې ولېږدوي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټایمز آف آنډیا د هندي چارواکو له قوله وايي، دغه کسانو د هیروئینو ۱۷۷ کپسولونه خېټو ته تېر کړي، چې د نوي ډيلي په اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.

ورځپاڼه وايي، د نیول شویو افغانانو له ډلې څخه ۷ کسانو له کندهار او کابل څخه هیرویین وروړي وو او ۲ نور ورته په ډیلي کې منتظر وو چې له افریقایي او نورو قاچاقچیانو سره معامله پرمخ وېسي.

هندي چارواکو د افغان قاچاقچیانو له قوله ټایمز آف انډیا ته ویلي چې نیول شویو سړیو له هیرویینو څخه ډک کپسولونه له شاتو او یو ډول خاصو تېلو سره یوځای له ستوني تېر کړي وو او د الوتنې پر وخت یې نه اوبه څښلې او نه یې نور څه خوړل.

نیول شویو افغان قاچاقچیانو هندي چارواکو ته ویلي چې هغوی ته په هره پېره له ۵۰ زرو څخه نیولې تر ۱۵۰ زره روپیو پورې اجوره ورکول کېدله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com